بلوچستان: چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي

د انځور حقوق bbc
Image caption سبي د کوټې جنوب ختيځ کې پرته سيمه ده چې مخکې هم دلته ګنې چاودنې شوې وې چې په ګڼ شمېر مرګ ژوبلې يې لرلې

د بلوچستان د سېبي سيمې په يوه چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د ځايي پوليسو يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي چاودنه د سېبي ښار دننه په خان سړک شوې ده.

د پوليسو په وينا پېښه د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.

ويل کېږي نامعلومو کسانو چاودېدونکي توکي پر موټر سايکل تړلي وو چې له کبله يې دا پېښه رامنځ ته شوه.

د پوليسو په وينا په دې چاودنه کې دری کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي چې څلور يې ماشومان دي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکتران وايي د ځينو ټپيانو حالت نازک دی.

د چارواکو په وينا په چاودنه کې ګن شمېر دوکانونو او موټرونو ته هم زيان رسېدلی دی او په سيمه کې ويره خپره ده.

سېبي د کوټې جنوب ختيځ کې پرته سيمه ده چې مخکې هم دلته د اورګاډي پر تم ځای او نورو ځايونو ګنې چاودنې شوې وې چې ګڼ شمېر امنيتي کارکوونکو او عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.