خيبر پښتونخوا: سېلابونو ۴۴ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي په نوښار کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دی. بل خوا چارسده کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا کې سېلابونو لږترلږه ۴۴ کسان وژلي ، چې د چارواکو په وینا د نورو سېلابونو او تېزو بادونو د راتلو وېره هم شته.

چارواکي وايي د يکشنبې پر ماښام د تېز باران او باد له کبله کورونه رالوېدلي او داسې ښکاري چې زيات شمېر کسانو ته په کې ژوبله اوښتې ده.

د باران او سېلاب له کبله زيانمن شويو کسانو لپاره مرستې پيل شوې دي.

ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې شاملې دي.

پېښور کې د لېډي رېډېنګ روغتون کارکوونکي بي بي سي ته ویلي کېدای شي چې د سېلاب او باران له کبله د وژل شويو کسانو شمېر کې زياتوالی راشي. ويل کېږي نور ټپيان هم روغتون ته راوړل کېږي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP

چارواکي وايي په نوښار کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دی. بل خوا چارسده کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف پېښور کې د باران او سېلابونو له کبله د وژل شويو کسانو په اړه خواشينی څرګنده کړه او د خيبر پښتونخوا له حکومت يې وغوښتل چې زيانمنو کسانو سره په چټکۍ مرسته وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کلونو هم د پېښور او شاوخوا سيمو کې د سېلابونو له کبله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه