پر ملالې یوسفزۍ د برید په تور لس کسان بندیان شول

د انځور حقوق Getty
Image caption ملاله یوسفزۍ لومړنۍ پښته ده چې د سولې د نوبل جایزه یې په ۲۰۱۴ کال کې وګټله.

د خیبر پښتونخوا په صوات کې یوې محکمې لس کسان پر ملالې یوسفزۍ د برید په تور په عمر-بند محکوم کړل.

چارواکي وايي دغه لس کسان پاکستاني طالبانو پورې تړاو لري، خو په دغو کې د هغه کس نوم نشته چې د برید په مشرۍ پېژندل شوی.

په ۲۰۱۲ کال کې ملاله یوسفزۍ د برید پرمهال ۱۵ کلنه او ښوونځي ته پر لارې وه چې وسلوال موټر ته وروختل او پر دې یې ډزې وکړې.

په دغه برید کې ملاله سر ته ویشتل شوې وه چې د ژوندي پاتې کېدو شونتیا یې کمه لیدل کېده.

د ملالې دوه ملګرې هم په پېښې کې ټپیانې شوې وې.

ملالې ته تېر کال د ماشومانو د ښوونې په برخې کې د مرګ تر کچې د دې د هڅو لپاره د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

پر ملالې له برید وروسته پولیسو ویل چې یوه ۲۳ کلن اورپکي د عطاالله خان په نوم پر ملالې ډزې کړي، خو په دغه لس کسیز لست کې چې نن محکموم شول د هغه نوم نه تر سترګو کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ملالې د "یو قلم او یو ښوونکی" شعار نړیوال شهرت اېستلی دی.

دغه کسان په صوات کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې محکوم کړل. دا چې دغه کسان په کره ډول په کوم جُرم محکوم شول، نه دی معلوم.

پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د طالبانو مشر ملافضل الله چې ویل کېږي په افغانستان کې دی پر ملالې د برید امر کړی وي.

ملاله یوسفزۍ اوس ۱۷ کلنه ده. هغه د اوږدې مودې لپاره په بریتانیې کې تر درملنې لاندې وه او اوس له خپلې کورنۍ سره د برمنګم په ښار کې ژوند کوي.

ملاله او کورنۍ يې خیبرپښتونخوا ته د طالبانو د ګواښونو له امله نه شي ستنېدای.

ورته مطالب