"شمالي وزيرستان او خيبر کې ۴۴ اورپکي وژل شوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption له تېر کال راهيسې شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ عمليات پيل شوی چې شاوخوا ۱۲۰۰ اورپکي په کې وژل شوي

د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان او خيبر کې د ۴۴ اورپکو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې په يوه خبر پاڼه کې راغلي ډېورنډ کرښې ته نژدې يې په هوايي بريدونو کې شاوخوا ۴۴ اورپکي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په يوه خبر پاڼه کې راغلي چې دا بريدونه په خيبر او د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوي چې زياتره وژل شوي کسان په کې بهرنيان دي.

له دې وړاندې هم پوځ شمالي وزيرستان او خيبر کې د عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر اورپکي وژلي او د هغو ځايونه يې نړولي دي.

له تېر کال راهيسې د پاکستاني پوځ له خوا د ضرب عضب عمليات پيل شوي دي، امنيتي چارواکي وايي د پوځي عملياتو وروسته يې سيمه له ترهګرو پاکه کړې ده.

د پوځ په يوه خبرپاڼه کې راغلي د خيبر په تيراه سيمه کې د پاکستان پوځي الوتکو د اورپکو پر ځايونو بريدونه کړي او ۲۸ کسان يې په کې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په ټويټر ويلي چې د پوځي عملياتو له کبله يې د شمالي وزيرستان په دته خېل کې ۱۶ اورپکي وژلي چې زياتره یې بهرنيان دي.

د پاکستان د امنيتي ځواکونو په وينا د شمالي وزيرستان دضرب عضب عملياتو په ترڅ کې ۱۲۰۰ ترهګر وژل شوي او زياتره سيمه يې له اورپکو پاکه کړې ده.

شمالي وزيرستان او خيبر کې د پوځي عملياتو له کبله په لکونو کسان بېځايه شوي چې زياتره يې تراوسه هم بې کوره دي.