بلوچستان کې يو "اورپکی" وژل شوی او دری نور نيول شوي دي

Image caption کوټه کې د سرحدي ځواکونو وياند ويلي د يکشنبې پر ورځ يې د ترهګرۍ پر وړاندې عملياتو کې يو اورپکی وژلی او دری نور نيولي

د پاکستان سرحدي ځواکونه وايي د بلوچستان په ډېره بوکټي سيمه کې يې د عملياتو په ترڅ کې يو اورپکی وژلی او دری نور ژوندي نيولي دي.

بل خوا د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې دوه شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.

کوټه کې د سرحدي ځواکونو وياند ويلي د يکشنبې پر ورځ يې د ترهګرۍ پر وړاندې عمليات ترسره کړل، چې يو اورپکی په کې په ډزو ووژل شو او دری نور ونيول شول.

وياند وايي دا کسان د غازو پر نل ليکې، بريد تورن وو.

د يکشنبې پر شپه نا معلومو وسله والو کسانو په ډېره بوکټي سيمه کې د غازو پر نل ليکه بريد کړی او زيان يې ورته اړولی و.

د دې پېښې پړه بلوڅ بېلتون پاله ډلې پر غاړه اخيستې ده.

بل خوا د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د مړو شکنجه شوي دوه جسدونه موندل شوي دي.

چمن کې امنيتي کارکوونکو بي بي سي ته وويل، نا معلومو کسانو يو نفر وژلی او جسد يې په بوجۍ کې بند، په سيمه کې غورځولی دی.

کارکوونکی وايي وژل شوی کس تراوسه نه دی پېژندل شوی خو له څېرې افغان ښکاري.

بل شکنجه شوی جسد د قلات په جوهان سيمه کې موندل شوی. ويل کېږي دا کس په سر په ګولۍ ويشتل شوی او د کوټې د کچلاغ سيمې اوسېدونکی و.

ورته مطالب