کراچۍ کې د پوليسو مرستيال او يو ولسي وګړی وژل شوی

Image caption ويل کېږي له څه مودې راهيسې کراچۍ کې د نا امنيو په پېښو کې زياتوالی راغلی دی

د پاکستان په کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو بريد ګرو له خوا په ډزو د پوليسو مرستيال ذولفقار زيدي او يو ولسي وګړی وژل شوی دی.

همدارنګه تېره جمعه په کراچۍ کې د پوليسو يوه مشر په ګډون دری پوليس وژل شوي وو، چې پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې وه.

کراچۍ کې د شاه فيصل پوليسو ماموريت مشر اعجاز احمد خان بي بي سي ته ويلي: ذولفقار زيدی له خپل ملګري سره په هوټل کې ناست و چې پر موټر سايکل سپورو نامعلومو وسله والو پرې بريد وکړ.

دی وايي د پوليسو سرپرست مرستيال ذولفقار زيدی ځای پر ځای و وژل شو او په دې پېښه کې يو بل عام وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پوليسو يوه کارکوونکي اعجاز خان وويل تر اوسه د پېښې په اړه نور معلومات نشته او د پلټنې په عملياتو کې هم تراوسه څوک نه دي نيول شوي.

ويل کېږي پوليسو د پېښې په ځای کې، نه دانې تومانچې او په ګڼ شمېر مرمۍ نيولې دي.

له دې وړاندې د شبنې پر ورځ د پاکستان دولتي راديو خبر ورکړی و، چې د کراچې په ناظم اباد کې د يوه ډاګتر په ګډون دری کسان، د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په يوه بريد کې وژل شوي.

ورته مطالب