باجوړ کې د ماين چاودنې يو قبايلي مشر وژلی

د انځور حقوق AFP
Image caption د حکومتي تلويزيون د راپورونو له مخې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل کړي دي

د پاکستان د قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په ماموند سيمه کې له لرې د يوه کنټرولېدونکي ماين چاودنې په پايله کې د يوه قبايلي مشر په ګډون پنځه کسه وژل شوي دي.

د باجوړ يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي د دوشنبې پر ورځ د (مې، ۲۲مه) سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په شوې دغې چاودنې کې د يوه قبايلي ملک موټر په نښه کړای شوی دی.

دی وايي بم د سړک پر غاړه ښخ کړای شوی و او په پېښه کې د ملک محمد جان په ګډون پنځه کسه چې له ده سره په موټر کې سپاره و، وژل شوي دي.

د حکومتي تلويزيون د راپورونو له مخې په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

باجوړ ايجنسي د هغو قبايلي سيمو په کتار کې ده چې پر ښوونځيو، امنيتي ځواکونو او د ګوزڼ ضد پر واکسيناتورانو په کې بريدونه کېږي.

دغلته د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد پاڅونوالو چې ځايي لښکر بلل کېږي او د امن جرګو پر غړو هم بريدونه کيږي.

په رسمي ډول د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو ځايي چارواکي پاکستاني طالبان د دا ډول بريدونو په ترسره کولو تورنوي.