ش وزیرستان کې د جېټ الوتکو بمباریو "پنځه سخت دريځي وژلي"

Image caption په دغه برید کې د سخت دریځو د دریو مرکزونو په ګډون درې ګاډي هم ویجاړ شوي دي.

قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د سرچینو په وینا د پاکستان پوځ جېټ الوتکو د سخت دریځو پر مرکزونو بمبارۍ کړې چې پایله کې یې لږترلږه پنځه سخت دریځي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

دغه عملیات د شوال په وړوکي منډيي او شاهو خیل سیمو کې ترسره شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي په دغو عملیاتو کې د پاکستان هوايي ځواک الوتکو د سخت دریځو پر مرکزونو او مشکوکو سیمو بمبارۍ کړې دي.

په دغه برید کې د سخت دریځو د دریو مرکزونو په ګډون درې ګاډي هم ویجاړ شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نامه عملیات روان دي چې تر اوسه په کې د امنیتي ځواکونو په وینا څه دپاسه ۱۵۰۰ سخت دریځي وژل شوي دي.

دوه ورځې مخکې سخت دریځو د جنوبي وزیرستان د تیارزه تحصیل په زیارتګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو له سپکو او درنو وسلو سره برید وکړ. امنیتي ځواکونو ځوابي عملیات ترسره کړل.

په دغه نښته کې د سرچینو په وینا د امنیتي ځواکونو درې کارکونکي وژل شوي او پنځه ټپیان دي. د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ سخت دریځي ووژل او اووه نور ټپیان شول.

د پاکستان په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو کې د سخت دریځو په فعالیتونو کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.

له باجوړ ایجنسۍ نیولې تر جنوبي وزیرستانه هدفي وژنې ترسره شوې دي او خیبر پښتونخوا کې په ځانګړې ډول سخت دریځو خپل عملیات چټک کړي دي.

څو ورځې مخکې د کلاچي او ټانک په سرحدي سیمه کې د نیمه پوځي او پوځ ودانیزې ادارې (ایف ډبلیو او) څلور کارکونکي په ډزو ووژل شول.

ورته مطالب