شمالي وزيرستان ډرون بريد کې پنځه کسان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ له عملياتو وروسته د امريکا په ډرون بريدونو کې کمی راغلی دی، خو ځينې وخت دا بريدونه ترسره کېږي

د شمالي وزيرستان چارواکو په وينا ډېورنډ کرښې ته نژدې د امريکا ډرون بريد کې د دريو بهرنيو په ګډون پنځه اورپکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د دولتي چارواکو په وينا د شنبې پر ورځ ډېورنډ کرښې ته نژدې د شوال په سيمه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په يوه کور چې ويل کېدل اورپکي په کې اوسېږي بريد وکړ.

دوی وايي بريد کې دوه مزايل توغول شوي. په وژل شويو کې دوه بهرنيان ګډون لري، چې يو يې مهم قوماندان دی.

تېره کال د پاکستان پوڅ د ترهګرو پر وړاندې شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات پيل کړي وو.

د پاکستان پوځ وايي د دې عملياتو په ترڅ کې يې ۹۰ سلنه سيمه له اورپکو پاکه کړې ده. په لرې پرتو سيمو لکه شوال او دته خېل کې عمليات اوس هم روان دي.

شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ له عملياتو وروسته د امريکا په ډرون بريدونو کې کمی راغلی دی، خو ځينې وخت دا بريدونه ترسره کېږي.

په تېرو ۱۱ کلونو کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰ ډرون بريدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مطالب