"ش وزیرستان کې دوو ورځو کې دوهم ډرون برید، څلور کسان وژل شوي"

Image caption دا په تېرو دوو ورځو کې د شوال په سیمه کې دوهم ډرون برید دی.

پاکستاني چارواکي وايي قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومتي تلویزون (پي ټي وي) په وینا دغه برید د دوشنبې پر ورځ د پاکستان او افغانستان پر پوله د شوال زوی نارې نومې سیمه کې شوی دی.

دا په تېرو دوو ورځو کې د شوال په سیمه کې دوهم ډرون برید دی چې د (پي ټي وي) د رپوټ پر بنسټ په کې بې پیلوټه الوتکو پر یوه کور څلور توغندي وتوغول.

په برید کې کور له منځه ولاړ او د کور دننه لږترلږه څلور کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.

دا برید داسې مهال کېږي چې د دوشنبې پر ورځ هم پاکستان د دغه ډول بریدونو د درېدو غوښتنه کړې وه.

پاکستاني چارواکي وايي په سیمه کې د ضرب عضب په نامه د دوی عملیات روان دي او ډرون بریدونه د ځايي خلکو د بې باورۍ لامل کېږي.

شمالي وزیرستان کې تېر کال د جون میاشت کې د پاکستان پوځ له خوا د سخت دریځو ډلو پر ضد د ضرب عضب ستر عملیات پیل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان کې بېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو هم د ډرون بریدونو په خلاف احتجاجونه کړي دي.

د دغو عملیاتو له لارې پاکستاني پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان ۹۰ سلنه سیمه له اورپکو ډلو پاکه کړای شوې ده خو په لرې پرتو سیمو شوال او دته خیلو کې لا هم عملیات روان دي.

دا هم د یادونې وړ ده چې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له پیل وروسته د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر ډېره کم شوي خو په بشپړ ډول نه دي درېدلي.

پاکستان کې په تېرو ۱۱ کلونو کې د یوه اټکل له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکو نږدې ۴۰۰ بریدونه کړي چې زرګونه کسان په کې وژل شوي دي. ویل کېږي ډېری وژل شوي سخت دریځي دي.

ورته مطالب