د خیبر پښتونخوا ټانک کې د دوو کسانو مړي موندل شوي

Image caption ځايي خلکو ویلي دا مالومه نه ده چې دغه مړي له کومې راهیسې دلته پراته وو خو پولیسو ته له خبر ورکولو ډېره موده وروسته هم مړي له سیمې لرې کړای شوي نه وو.

د ځايي پولیسو په وینا د خیبر پښتونخوا جنوبي سیمه ټانک کې د دوو کسانو مړي موندل شوي چې تر اوسه یې پېژندګلوی نه دی شوی.

پولیس وايي د دغو کسانو مړي د جنډوله سړک څنګ ته د ګومل میزیي نومې ځای کې لاسته راغلي چې په ظاهره په ډزو وژل شوي دي.

دغه مړي د سړک څنګ ته پراته وو خو پېژندل شوي نه دي.

د پولیسو په وینا د دواړو وژل شویو عمرونه د ۲۵ او ۳۵ تر منځ ښکاري او له دوی هېڅ راز پېژند پاڼه یا اسناد لاسته نه دي راغلي.

ځايي خلکو ویلي دا مالومه نه ده چې دغه مړي له کومې راهیسې دلته پراته وو خو پولیسو ته له خبر ورکولو ډېره موده وروسته هم مړي له سیمې لرې کړای شوي نه وو.

د ټانک سیمه د جنوبي وزیرستان پولې ته نږدې پرته ده. جنډوله سړک هم وزیرستان سره تړلی او په دغه سیمه کې تر دې مخکې هم د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته شوې دي.

په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله اغېزمن شوې ډېرې کورنۍ په ټانک کې مېشتې دي چې تېره میاشت د ځنیو د ستنېدو پروګرام هم پیل شوی و.

په کومو سیمو کې چې د اغېزمن شویو د ستنېدو پروګرام پیل شوی، هغه په جنوبي وزیرستان کې له جنډولې په یو څه واټن موقعیت لري.

ټانک کې د امن لښکر پر کسانو هم ګڼ بریدونه شوي دي. تېره میاشت ناپېژندل شویو کسانو ټانک کې د امن لښکر مشر او یو وکیل په دوو بېلا بېلو پېښو کې ووژل.

په دغه سیمه کې د سخت دریځو د دوو ډلو تر منځ هم نښتې شوې وې چې په کې د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي وو.

ورته مطالب