کوټه کې د مستونګ پېښې خلاف احتجاج شوی

د انځور حقوق
Image caption اعلی وزیر عبدالمالک بلوڅ له احتجاج کونکو سره د خبرو لپاره د غونډې ځای ته ورغلی دی

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د نامعلومو کسانو د ډزو پایله کې د وژل شویو کسانو خپلوانو کوټه کې د ګورنر ( والي ) او اعلی وزیر دفترونو مخکې احتجاجي غونډه پیل کړې ده.

وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې اعلی وزیر عبدالمالک بلوڅ له احتجاج کونکو سره د خبرو لپاره د غونډې ځای ته ورغلی دی.

په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي هم د غونډې په ځای کې امبولانسونو کې ایښي دي. احتجاج کونکي وايي د پېښې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړله شي.

له دې مخکې په صوبايي اسامبلۍ کې د مخالف ګوند مشر مولانا عبدالواسع د اطلاعاتو صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال او د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر انجنر زمرک خان د غونډې ځای ته له احتجاج کونکو سره خبرو ته ورغلل، خو احتجاج کونکو ویل دوی غواړي له اعلی وزیر یا لوړپوړي پوځي، حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د انځور حقوق
Image caption احتجاج کونکي وايي د پېښې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړله شي

له پېښې وروسته په کوټه کې اعتصاب دوام لري.

د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نامعلومو وسله والو د دوو بسونو کې کراچۍ تر پر لاره لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي دي.

دغه کسان له پشین نه کراچۍ ته پر لاره وو، چې د مستونګ کډکوچه سیمې کې نامعلومو کسانو له ګاډو کوز کړل او وروسته یې ووژل.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي له بي بي سي سره خبرو کې د ۱۹ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي. نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بریدګرو د پاکستاني پوځ یونیفورم اغوستي وو او د بسونو له درولو وروسته یې پکې ناست کسان کوز کړل.

د بي بي سي یو خیریال وايي بریدګرو په بسونو کې د ناستو کسانو له پيژندپاڼو کتلو وروسته هغوی له ګاډو کوز کړل.

ډېری وژل شوي پښتانه دي

یو ه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې ډېری وژل شوي کسان پښتانه دي، چې د شمالي بلوچستان اوسېدونکي دي.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال محمد الیاس خان وايي دغه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو او پوځي هدفونو د بیلتون پالو بریدونه معمول دی، خو پر پښتنو دغه ډول بریدونه نه دي ترسترګو شوي.

د انځور حقوق
Image caption بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې کېږي

نوموړی وايي پاکستاني چارواکي په دې باور دي، چې ښايي پر امنیتي ځواکونو د فشار ډېرولو لپاره دا د وسله والو یو تاکتیک وي، ځکه دا وروستیو کې امنیتي ځواکونو سیمه کې د ( لټون او وژنې ) یو لړ عملیات کړي دي.

د نوموړي په ویناتر اوسه د ۱۹ کسانو مړي موندل شوي دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د صوبې اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

مستونګ کې یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته وویل، چې بریدګرو له دوو بسونو ۲۵ کسان کوز کړي وو، چې وروسته یې پنځه کسان خوشي کړل او پاتې ۱۹ کسان یې په ډزو ووژل.

د نوموړي په وینا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ نښته هم شوې، چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

مستونګ له کوټې نه ۴۵ کیلومتره لرې پرته ناامنه سیمه ده. دغه سیمې کې له دې مخکې هم د ناامنۍ پېښې رامنځته شوې دي.