بلوچستان کې د سېلاو له امله ۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پاکستان کې د ګرمۍ په موسم کې د سېلاوونو د راوتلو خطر زيات وي او تېر کال هم سېلاوونو سلګونه زره کسان اغېزمن کړل

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د اورښتونو له امله راوتلي سېلاو لږترلږه اته کسان وژلي او يو شمېر نور لادرکه دي.

ځايي چارواکي وايي سېلاو نيمه شپه د خضدرا په ولسوالۍ کې داسې مهال راغلی چې خلک په خوب ويده وو.

دوی وايي د سارونه په سيمه کې په شاوخوا غرونو د باران له کېدو وروسته ناچاپه سېلاو راغلی او د مينار شاوخوا کورونو ته زيان رسولی دی.

چارواکي وايي په دغه سېلاو کې تر اوسه د اتو کسانو د ډوبېدو پخلی شوی دی، خو شاوخوا همدومره نور د سېلاو اوبو وړي دي.

د خضدار پوليس وايي د ډوبو شويو يو شمېر کسانو جسدونه يې له اوبو راښکلي دي.

دوی وايي د نورو لادرکه شويو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او د ژغورنې ډلې هڅې کوي چې پيدا يې کړي.

په پاکستان کې د ګرمۍ په موسم کې د سېلاوونو د راوتلو خطر زيات وي او تېر کال هم سېلاوونو سلګونه زره کسان اغېزمن کړل.