شمالي وزيرستان ډرون بريد کې اووه "اورپکي" وژل شوي دي

د انځور حقوق bbc
Image caption د شمالي وزيرستان ځايي وګړو په وينا د پوځ د پرمختګ له کبله اورپکي د ډېورنډ کرښې نژدې سيمو ته لېږدېدلي دي

ډېورنډ کرښې ته نژدې له شمالي وزيرستان راغلي راپورونه وايي د امريکا بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې، لږ تر لږ اووه "اورپکي" وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا دا بريد د شوال په سيمه کې ډېورنډ کرښې ته نژدې شوی دی.

دوی وایي امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور دوه توغندي توغولي چې په ترڅ کې يې په کور کې د ننه اووه شکمن اورپکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي د بريد په ترڅ کې ويجاړ شوی کور د اورپکو له خوا د مرکز په توګه کارول کېده.

ځايي سرچينې وايي وژل شوي کسان بهرني طالبان دي خو تر اوسه دولتي سرچينو د وژل شويو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ويلي.

د شمالي وزيرستان ځايي وګړو په وينا د پوځ د پرمختګ له کبله اورپکي د ډېورنډ کرښې نژدې سيمو ته لېږدېدلي دي.

روانه مياشت قبايلي سيمو کې د امريکا دا دوهم ډرون بريد دی او په ۲۰۱۵ کال کې ټول نهم بريدونه کړي دی. زياتره بريدونه د شمالي او جنوبي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا له خوا د بې پيلوټه الوتکې شاوخوا ۴۰۰ بريدونه شوي وو چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کورني، بهرني اورپکي او ولسي وګړي وژل شوي دي.

تېر کال شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ له خوا د ضرب عضب عمليات پيل شوي وو چې يو کال يې په پوره کېدو دی.

د پاکستان پوځ وايي د دې عملياتو له کبله يې ۹۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه کړې ده خو تر اوسه په لېرې پرتو سيمو شوال او دته خېل کې اورپکي شته دي.

دولتي سرچينې وايي امنيتي ځواکونه به ژر شوال او دته خېل سيمې له اورپکو پاکې کړي.

ورته مطالب