کوټه کې پنځه هزارګان په ډزو وژل شوي

د انځور حقوق afp
Image caption امنيتي چارواکي وايي ټپيان يې د درملنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدولي دي

د بلوچستان په کوټه کې د نامعلومو وسله والو کسانو د ډزو له کبله پنځه هزارګان وژل شوي او لږ ترلږه دوه ټپيان دي.

دغه بريد د يکشبنې پر ورځ (۷ جون) د سرکلر پر سړک پېښ شوی دی.

د پوليسو يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي په يوه دوکان کې چې هزاره ګان په کې راغونډ وو، پر موټر سايکل سپارو کسانو پرې بريد وکړ.

پوليس وايي د بريد په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او دوه ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي ټپيان يې د درملنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدولي دي.

له پېښې وروسته په سيمه کې وېره او ډار خپور شوی او خلکو خپل دوکانونه بند کړي دي. ويل کېږي په لوي شمېر امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

داسې ښکاري، کوټه کې د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتريخوالي کې زياتوالی راغلی دی. تېره مياشت دې ته ورته پېښه کې دوه هزاره ګان وژل شوي وو.

ورته مطالب