کوټه کې د پوليسو د وژلو په تړاو د پلټنې عمليات پيل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي له تېرو څو اوونيو راهيسې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې بريدونو کې زياتوالی راغلی دی

د بلوچستان په کوټه کې د څلورو پوليسو له وژلو وروسته د پلټنې عمليات پيل شوي دي چې په ترڅ کې یې ۳۳ شکمن کسان نيول شوي دي.

د تېرې شنبې پر ورځ نامعلومو وسله والو کسانو د پوليسو پر ګزمه بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د يوه څارندوی په ګډون څلور پوليس ووژل شول.

ويل کېږي پوليس په خپله ورځنۍ ګزمه روان و چې ناڅاپه پرې بريد وشو.

د خبريال محمد کاظم په وينا له دې بريد وروسته پوليسو د پښتون اباد او شاوخوا سيمو کې د پلټنې عمليات پیل کړل چې په ترڅ کې يې په لسګونو شکمن کسان نيول شوي دي.

د پوليسو يوه وياند ويلي د عملياتو په ترڅ کې يوازې د پښتون اباد سيمه کې ۲۴ شکمن کسان نيول شوي او له دغو کسانو د پوليسو د وژلو په اړه پلټنه ترسره کېږي.

د وژل شويو پوليسو پېښه د پښتون اباد په ماموريت کې ليکل شوې ده.

روان کال د مارچ مياشت کې پر پوليسو دې ته ورته بريد شوی و چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي وو او په يوه پيغام کې يې پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې وه.

ويل کېږي له تېرو څو اوونيو راهيسې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

ورته مطالب