د وزیرستان اړدوړ کې ۷ پوځيان او ۱۹ اورپکي وژل شوي

Image caption پوځ وايي، په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال ددغې سیمې ۹۰ برخه د اورپکو له فعالیتونو پاکه شوې ده.

د پاکستان پوځي ویلي، د افغانستان پولې ته نژدې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې ځانمرګي برید او له اورپکو سره په نښته کې لږترلږه او پوځيان او ۱۹ اورپکي وژل شوي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نښته د تېرې یکشنبې پر شپه شوې، چې په وژل شویو اورپکو کې د دوی پنځه قومندانان هم دي.

اعلامیه کاږي، نښته په یوه داسې سیمه کې شوې، چې تر اوسه له اورپکو نه وه پاکه شوې.

په نښته کې د اورپکو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې شوې، چې پر همدې مهال پر پوځيانو یوه ځانمرګي برید کوونکي برید وکړ.

د پاکستان پوځ وايي، په برید کې اووه پوځيان ووژل شول.

پاکستاني پوځ د افغانستان پر پوله په سرحدي دته خېلو او شوال سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

وړاندې، په دته خېلو کې د ۱۲ اورپکو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه.

تېر کال شمالي وزیرستان د وسله والو اورپکو پرضد د (ضرب عضب) په نوم عملیات پیل شول، چې زرګونه کورنۍ له سیمې وتلو ته اړ شوې او ګڼې یې افغانستان ته واوښتې.

Image caption تېر کال شمالي وزیرستان د وسله والو اورپکو پرضد د (ضرب عضب) په نوم عملیات پیل شول، چې زرګونه کورنۍ له سیمې وتلو ته اړ شوې او ګڼې یې افغانستان ته واوښتې.

پوځ وايي، په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال ددغې سیمې ۹۰ برخه د اورپکو له فعالیتونو پاکه شوې ده.

د انځور حقوق bbc

ورته مطالب