کوټه کې ۲۵۰ شکمن کسان نيول شوي دي

د انځور حقوق bbc
Image caption د پښتون اباد سيمه کې د پوليسو د وژل کېدو له پېښې وروسته په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې ۲۴۳ شکمن کسان نيول شوي دي

د بلوچستان په کوټه ښار کې د ډزو په دوو بريدونو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بل خوا د کوټې ښاره په بېلابېلو برخو کې د پلټنې عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې له ۲۵۰ زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

د کوټې ښار پوليس وايي د ډزو دغه پېښې د شنبې پر ورځ (۱۳ مۍ) د منو جان سړک او ډبل سړک په سيمه کې رامنځ ته شوې دي.

د پوليسو د کارکوونکو په وينا منو جان سړک سره نژدې د نايي پر دوکان يوه وسله وال کس بريد وکړ چې له کبله يې د دوکان کارکوونکي ووژل شول.

د نايي دوکان کې وژل شوي کسان وروڼه وو. پوليس وايي د پېښې په تړاو يې له ۱۰ زيات شکمن کسان نيولي دي.

بل خوا د ډزو بله پېښه پر ډبل سړک د ويلډنګ دوکان کې رامنځ ته شوې ده.

پوليس وايي د ويلډېنګ پر يوه دوکان وسله والو بريد کړی چې په ترڅ کې يې دوه کسان وژل شوي او درۍ نور ټپيان دي.

امنيتي ځواکونه وايي کوټه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

د پښتون اباد سيمه کې د پوليسو د وژل کېدو له پېښې وروسته په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې ۲۴۳ شکمن کسان نيول شوي دي.