''ښوونځي کې د شاملېدو لپاره د واکسين کارت اړين دی''

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا کې ډېر ځله پر واکسيناتورانو او هغو کسانو چې د دوی ساتنه کوي وسلوال بريدونه شوي دي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې چارواکو د نوي قانون له مخې ښوونځيو کې د ماشومانو شاملېدو لپاره د پوليو يا ګوزڼ د واکسين سرټيفيکېټ يا تصديق ليک اړين بللی دی.

دوی ويلي هغه ماشومان به په ښوونځيو کې شامل نه کړي چې تر پنځه کلنۍ پورې د پوليو د کړي واکسين سند و نه لري.

ځينې سرچينې وايي هغه ميندې او پلرونه چې خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه ورکوي د حکومت په چارو کې مداخله کوي او پر وړاندې به يې قانوني چلند وشي.

چارواکي وايي د کوټې له ښار پرته په قلعه عبدالله، پشين او ځينو نورو سيمو کې د ګوزڼ ويروس موجود دی.

دوی وايي په هغو سيمو کې چې وضعيت يې چندانې ښه نه دی هلته هر کال له ۲۱۰۰۰ زيات ماشومان د بېلابېلو لاملونه له کبله نه واکسينيږي.

نوي اقدامات داسې مهال پورته کېږي، چې پاکستاني چارواکو ويلي په ۲۰۱۵ کال کې به په هېواد کې د پوليو ناروغي ۷۰ سلنه کمه شي.

پاکستان، افغانستان او نايجريا د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لا هم د پوليو ناروغان لري او په ځينو برخو کې يې دغه ويروس مخ پر زياتېدو دی.

دوی وايي په ۲۰۱۵ کال کې تر اوسه د ګوزڼ ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي په شمالي وزيرستان کې د پوځ عملياتو له امله د پوليو پېښې کمې شوې، ځکه چې دغلته اوس د ماشومانو لويه برخه واکسينيږي.

په پاکستان کې يو شمېر کورنۍ خپل ماشومان، ځکه نه واکسينوي، چې ورته ويل شوي د ګټې پر ځای زيان لري.

بل خوا وسلوال طالبان هم د واکسين مخالف دي، دوی فکر کوي چې په دې توګه حکومت دوی څاري.

د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا کې ډېر ځله پر واکسيناتورانو او هغو کسانو چې د دوی ساتنه کوي وسلوال بريدونه شوي دي.

په دغو بريدونو کې د ښځينه او نارينه واکسيناتورانو په ګډون لسګونه امنيتي سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب