بنو کې د بې ځایه شویو پر کمپ ډزو کې دوه کسان وژل شوي

Image caption عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو پر خلکو اوښلن غاز وشیندل او هوايي ډزې یې وکړې.

د راپورونو له مخې د پښتونخوا په بنو سیمه کې د شمالي وزیرستان د اغېزمنو شویو کورنیو یوه کمپ کې د امنیتي ځواکونو او بې ځایه شویو تر منځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

حکومتي چارواکي وايي دا پېښه د یکشنبې پر ماښام د بنو په بکاخیلو سیمه کې رامنځ ته شوه.

چارواکي زیاتوي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو یو شمېر هغه اغېزمن شوي خلک پر مرکزي دروازۍ تالاشۍ ته ودرول چې ناوخته راغلي وو او له دوی یې له دروازې د تېرېدو اجازه لیک وغوښت.

دوی وايي دغه مهال د دواړو لورو تر منځ لفظي شخړه وشوه او وروسته بیا لانجه په احتجاج بدله شوه.

د چارواکو په وینا دغه وخت په کمپ کې موجود نور اغېزمن شوي خلک هم راټول شول او په احتجاج کې یې ګډون وکړ.

عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو پر خلکو اوښلن غاز وشیندل او هوايي ډزې یې وکړې چې پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

بنو کې د روغتون چارواکو تاید کړې چې د دوو وژل شویو کسانو مړي او نور ټپیان دوی ته رسېدلي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ تر اوسه د دغې پېښې په اړه کومه وینا نه ده خپره کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یاده دې وي چې شمالي وزیرستان کې تېر کال د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو له کبله څه دپاسه یو میلیون خلک بې کوره شوي دي.

بنو کې د ټپي شویو خپلوانو روغتونونو کې د ډاکټرانو او نورو کارکونکو د نشتوالي له کبله مظاهره وکړه او تر یوې مودې یې د سیمې سړک هم بند کړی و خو وروسته بیا د ځايي ادارې چارواکو د ډاډ له لاسته راوړلو وروسته یې سړک خوشې کړ.

یاده دې وي چې شمالي وزیرستان کې تېر کال د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو له کبله څه دپاسه یو میلیون خلک بې کوره شوي دي.

ډېری بې ځایه شوې کورنۍ د بنو شاوخوا سیمو په کرایي کورنو یا پنډغالو کې اوسېږي.

د بکاخیلو په پنډغالي کې اوسمهال شاوخوا ۳۰ زره اغېزمن شوي خلک ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان حکومت نږدې دوه میاشتې مخکې د بې ځایه شویو د ستنېدو پروګرام پیل کړ خو اغېزمنې شوې کورنۍ وايي یوازې هغه خلک ستانه شوي چې سیمو کې یې عملیات نه وو شوي.

بې ځایه شویو کورنیو د ستنېدو پروګرام کې د ځنډ له کبله په دې وروستیو کې احتجاجونه هم کړي دي.

په دې لړ کې د وزیرستان یوې جرګې درې ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی سردار مهتاب احمد خان سره په پېښور کې ولیدل.

جرګې خبرداری ورکړی و که د بې ځایه شویو ستنېدو پروګرام چټک نه شي نو پر ضد به یې په پېښور او اسلام اباد کې مظاهرې ترسره شي.

ورته مطالب