پېښور: دوو افغان ماشومانو کې کنګو ویروس پېژندل شوی

د انځور حقوق
Image caption د پېښور حیات اباد مډیکل کمپلکس کې د شخصي خونو تر څنګ د پنځو خونو یو ځانګړې برخه د کانګو ویروس ناروغانو لپاره جوړه شوې محمد عمران

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې روغتیا پالان وايي دوو افغان ماشومانو کې د کنګو ویروس شتوالی معلوم شوی دی.

د ډاکټرانو په وینا له تېروو دوو میاشتو راهیسې له دغه ویروسه اغیزمن نهه کسان پېښور ته لېږدول شوي، چې وايي پکې درې کسان مړه شوي دي.

حیات اباد روغتیايي کمپلیکس کې د کنګو متخصص ډاکټر محمد عمران بي بي سي ته ویلي، چې وړمه ورځ دوه افغان ماشومان دوی ته د درملنې لپاره وروړل شوي دي، چې وايي عمرونه یې د لسو او دوولسو کلونو تر منځ دي.

د نوموړي په وینا د موسم تودوخي له پیله راهیسې له یوې نیمې تر دوو میاشتو مودې کې دوی ته نهه دغسې ناروغان له افغانستانه وروړل شوي دي.

د نوموړي ډاکټر په وینا له دغو ناروغانو نه درې یې د درملنې بهیر کې مړه شوي دي. د روغتیا پالانو په وینا دغه ویروس په څارویو کې موجودو وي او انسانانو ته لېږدي، چې وايي بیا ناروغ په سخته تبه اخته کېږي او له هغه وروسته یې له پزې، خولې او د بدن له نورو برخو وینه ځي.

ډاکټر عمران وايي د پېښور حیات اباد مډیکل کمپلکس کې د شخصي خونو تر څنګ د پنځو خونو یو ځانګړې برخه د کانګو ویروس ناروغانو لپاره جوړه شوې ده.

د روغتیا پالانو په وینا دغه ویروس ساري دی او نورو کسانو ته یې د لېږدېدو خطر احتمال موجود وي، ځکه وايي باید په دغه ویروس د اخته ناروغانو درملنې پر مهال له احتیاطه کار واخیستل شي.