خيبر او شمالي وزيرستان کې ۲۳ اورپکي وژل شوي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات پيل کړي چې تراوسه پورې دوام لري

د پاکستان پوځ وايي ډېورنډ کرښې ته نژدې شمالي وزیرستان او خيبر کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د بهرنيانو په ګډون ۲۳ اورپکي وژلي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه وايي په دې عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسله او مهمات هم له منځه وړي دي.

خو په خبرپاڼه کې د وژل شوي کسانو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي چې له کوم ځای سره تړاو لري.

تېر کال د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات پيل کړي چې تراوسه پورې دوام لري. د پوځ په وينا د عملياتو په ترڅ کې يې ۹۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه کړې ده.

تراوسه په شوال او دته خېلو کې د پاکستان پوځ عمليات روان دي. ويل کېږي په دې سيمو کې پوځ اوس ځمکني بريدونه هم پيل کړي دي.

تېر کال ډسمبر مياشت کې د پېښور ښوونځي بريد وروسته پوځ د ضرب عضب عمليات نورو سيمو ته وغځول او په خيبر کې د اورپکو پر وړاندې عملياتو کې زياتوالی راغلی.

په دغو سيمو کې د عملياتو له کبله شاوخوا يو نيم ميليون کسان بېځايه شوي.

ورته مطالب