'وزیرستان کې ۴ امنیتي ځواکونه او ۹ سخت دریځي وژل شوي'

د انځور حقوق AP
Image caption د ضرب عضب عملیاتو له کبله له لس لکو ډیر کسان له کورونو بې ځایه شول او کډوالۍ ته اړ ایستل شول

د پاکستان د پوځ پر وینا، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه شمالي او سویلي وزیرستان کې د پلټنې عملیاتو پر مهال ۹ سخت دریځي وژل شوي چې بل خوا په دغو عملیاتو کې ۴ امنیتي سرتیري هم وژل شوي.

د اي ایس پي ار د خپرې شوې اعلامیې پربنسټ د پلټنې دغه عملیات د شنبې په ورځ د دواړو قبایلي سیمو پر پولو ترسره شول.

ضرب عضب

تېره یکشنبې سهار د شمالي وزیرستان د دته خیل په رکزیه کلي کې پر امنیتي ځواکونو بمي برید او نښته کې ۳ امنیتي سرتیرو په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو تحریک ډلې د دغه برید پړه منلې وه.

تېر کال په جون میاشت کې د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې سره څېرمه د سخت دریځو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې تر دې دمه دوام لري.

د پاکستان د پوځ پر وینا، د عملیاتو له کبله د قبایلو سیمو ۹۰ سلنه سیمه یې له سخت دریځو څخه پاکې کړې او تر دې دمه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه شوال او دته خیلو کې دغه عملیات لا دوام لري.

په دغو سیمو کې پوځ ځمکني عملیات هم پیل کړي، خو په وروستیو کې پر پوځي ځواکونو هم بریدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان پوځ دا هم وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د پاکستان حکومت واکمني ټینګولو لپاره اړینې چارې ترسره کړې.

د ضرب عضب عملیاتو له کبله له لس لکو ډېر کسان بې ځایه شول او کډوالۍ ته اړ ایستل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغو سیمو کې پوځ ځمکني عملیات هم پیل کړي دي خو په دغو وروستیو کې پر پوځي ځواکونو هم بریدونه ډېر شوي دي

ورته مطالب