بلوچستان کې شکنجه شوي مړي موندل شوي

Image caption بلوچستان کې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د دا ډول شکنجه شويو کسانو جسدونه موندل کېږي

بلوچستان کې د دريو کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته ويلي د دغو کسانو مړي د شنبې پر ورځ (۲۵ جولای) د کېچ په لرې پرته کډان دښته کې موندل شوي دي.

چارواکي وايي د مړيو جسدونه يې د پېژندنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدولي دي.

ويل کېږي وژل شوي کسان په ډزو ويشتل شوي او ځايي اوسېدونکي وو چې درۍ اوونۍ وړاندې لا درکه شوي وو.

دوی وايي تراوسه نه ده روښانه چې دغه کسان چا او ولې وژلي دي.

کېچ د مکران سيمې برخه ده چې له ايران سره ګډه پوله لري او له دې وړاندې هم له دې سيمې شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.

له اوږدې مودې راهيسې بلوچستان کې د ورکو شويو کسانو مړي پيدا کېږي، د بلوچستان د چارواکو پر وينا په ۲۰۱۴ کال کې ۱۶۴ دغسې مړي موندل شوي دي.

خو د ورکو شويو بلوڅو د خپلوانو د ټولنې په وينا تېر کال ۴۳۵ بلوڅان لا درکه او ۴۵۵ شکنجه شوي مړي موندل شوي وو.

بلوچستان کې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د دا ډول شکنجه شويو کسانو جسدونه موندل کېږي.