سیلابونو چترال کې ۲۶ کسان وژلي

د انځور حقوق b
Image caption د دغې پېښې په ګډون په چترال کې له یوې اونۍ راهیسې د بارانو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی

ډیورند کرښې ته څېرمه قبایلي سیمه کې د تېرې شپې د ناڅاپي سیلاب له کبله ډېر زیانونه اوښتي دي.

د پولیسو په وینا، له اوبو وړیو ۲۶ کسانو یې د ۱۵ مړي موندلي دي.

د دغې پېښې په ګډون په چترال کې له یوې اونۍ راهیسې د بارانو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی.

پولیس وايي، له ځینو کلیو ۲ له ځینو کلیو ۳ کسان اوبو وړي، چې وايي، د دغو کسانو لټون روان دی.

د تېرې شپې سیلاب پایله کې تر ټولو ډېر زیان د مستوج مورکهو سیمه کې اوښتی.

د ځايي پولیسو یو چارواکی سعید الله وايي، د سیمې اوسېدونکو دوی ته ویلي، چې اوبو وړیو کسانو کې مېرمنې اوماشومان هم شامل دي.

د مورکهو دا سیمه د بهوني سرک سره څېرمه ده، چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې یې له نورو سیمو سره لارې تړلې بندې شوې.

ویل کېږي چې بهوني ته د تللې لارې پرانیستلو هڅې روانې دي. د سیمې خلک د څښاک د اوبو، خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د انځور حقوق b
Image caption پولیسو وايي، د سیمې اوسېدونکو دوی ته ویلي، چې اوبو وړیو کسانو کې مېرمنې اوماشومان هم شامل دي

د سیمې خلک وايي، چې د دوی مرستې ته هېڅوک نه دي ورغلي.

دوی وايي، په سیمه کې هېڅ کوم پنډغالی یا د کومې بلې سر پناه غم یې هم نه دی خوړل شوی.

چترال کې دغه سیلاب له ځانه سره ډېرې خټې او چکړې راوړې، چې له کبله یې کورونو ته ډېر زیانونه اوښتی.

ځايي خلک وايي، هغه کورونه چې له نړېدو خوندي پاتې شوي هغه هم سیلاب راوړو خټو او چکړو له کبله د اوسېدو وړ نه دي.

ورته مطالب