بنو کې پنځه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP

د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې وسله والو کسانو د تلاشۍ پر امنيتي پوسته بريد کړی چې دوه ساتونکي په کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي دغه پېښه (۳۰ جولای) د پنجشنبې پر ورځ د خادم حسين پر پوسته وشوه، دوی وايي په دې بريد کې دری وسله وال اورپکي هم وژل شوي دي.

دوی وايي بريد کوونکي په موټر کې سپاره وو.

ځايي سرچينې وايي وسله والو اورپکو پر امنيتي پوسته بريد کړی چې له کبله يې دوه سرتېري او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې دری وسله والو اورپکې وژل شوي.

چارواکي وايي له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.

وړاندې هم په بنو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې وې، بنو له شمالي وزيرستان سره نژدې پرته سيمه ده او ويل کېږي له دغه ځايه وسله وال بريدونه کوي.

څه موده وړاندې په سوابۍ او ډېره اسماعيل خان کې پر پوليسو بريدونه شوي وو چې له امله يې دوه ساتوونکي او دوه اورپکي وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ، تېر کال جون مياشت، په شمالي وزيرستان کې د وسله والو اورپکو پر وړاندې د "ضرب عضب" عمليات پيل کړي وو.

د پاکستاني پوځ پر وينا د دې عملياتو په ترڅ کې يې د شمالي وزيرستان ۸۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه کړې ده.

خو تر اوسه هم په لېرې پرتو سيمو او له ډېورنډ کرښې سره نژدې وسله وال بريدونه تر سره کوي.

ورته مطالب