بلوچستان: درې جلا پېښو کې ۱۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption بلوچستان د پاکستان ناکراره ايالت بلل کېږي، دغلته بلوڅ بيلتونپالي له کلونو راهيسې د پاکستان له حکومت سره جنګېږي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په دريو جلا پېښو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي په دغو پېښو کې ۲۷ کسان نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي په دېره بګټي ولسوالۍ کې د ماين يوې چاودنې دوه کسان وژلي دي.

دوی وايي چاودېدونکي توکي هغه مهال وچاودېدل چې يو موټر سايکل پرې وربرابر شو او پر موټر سايکل سپاره دواړه کسان يې ووژل.

بل خوا د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې دوو جلا پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د قلات په منګيچر سيمه کې په يوه ترافيکه پېښه کې ۱۱ کسان ووژل شول.

د قلات يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي له کراچۍ نه کوټې ته روان باروړونکی موټر په منګيچر کې له اتو نورو موټرو سره ټکر کړی دی، چې په پايله کې يې ۱۱ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د باروړونکي موټر د ټکر له امله ډېرو موټرو ته زيانونه هم اووښتي دي.

د پېښې ټپيان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي او ويل کېږي د ځينو ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د قلات په يوه بله سيمه توک کې د دريو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي دغه کسان د ګازو ډبې چاودنې له امله وژل شوي دي.

بلوچستان د پاکستان ناکراره ايالت بلل کېږي، دغلته بلوڅ بيلتونپالي له کلونو راهيسې د پاکستان له حکومت سره جنګېږي.

ورته مطالب