بلوچستان کې قبايلي مشر په ډزو وژل شوی

د انځور حقوق
Image caption په وروستيو کې د بلوچستان په ايالت کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې، خو حکومت وايي دوی يې د کابو کولو په هڅه کې دي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ډزو په پايله کې د يوه مهم قبايلي مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د قبايلي مشر علي محمد حسني د موټرو پر کاروان دا بريد تېره ورځ (چارشنبه، ۱۲ اګست) د قلات ولسوالۍ د ګدر په سيمه کې شوی دی.

په سوراب کې يوه چارواکي ويلي علي محمد حسني له خاران ولسوالۍ نه سوراب ته روان و، چې د موټرو کاروان يې په نښه کړای شو.

چارواکي وايي د ده د موټرو کاروان ته نامعلومو کسانو کمين نيولی و.

په بريد کې د علي محمد په ګډون د هغه اته کلن زوی او دوه نور کسان ووژل شول او د ډزو په پايله کې درې کسه نور ټپيان شول.

ځايي چارواکي وايي بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

دوی وايي د نښتې پر مهال يوه موټر کې اور ولګېد او په پايله کې يې په موټر کې سپور يو کس وسوځېد او مړ شو.

چارواکي وايي د دغه بريد انګېزه نه ده معلومه شوې.

ويل کېږي په بلوچستان کې د قبايلو يو شمېر مشران شخصي تربګني لري، خو دا لا نه ده کره شوې چې دا پېښه په څه موخه شوې ده.

په بلوچستان کې بلوڅ ملتپالي هم له مرکزي حکومت نه د خپلو حقونو اخيستو لپاره له کلونو راهيسې مبارزه کوي او ډېره کله پر حکومتي ځواکونو او تاسيساتو بريدونه کوي.

په وروستيو کې د بلوچستان په ايالت کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې، خو حکومت وايي دوی يې د کابو کولو په هڅه کې دي.

ورته مطالب