پېښور بريد کې يو پوليس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي

د انځور حقوق bbc
Image caption عينی شاهدان وايي له پېښې وروسته په حيات اباد کې د پوليسو په شمېر کې زياتوالی راغلی او په شاوخوا سيمو کې د پلټنې عمليات پيل شوي دي

د خيبرپښتونخوا، پېښور چارواکي وايي وسله والو کسانو پر پوليسو دوه بېلابېل بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.

د پوليسو په وينا دغه پېښه د جمعې پر شپه د پېښور په حيات اباد سيمه کې شوې.

د حيات اباد پوليس ماموريت څارندوی عالم زيب بي بي سي ته وويل، د شپې مهال پر رېنګ سړک، د ازادۍ جشن لاريون روان و، چې دوو موټر سايکل سپرو وسله والو کسانو پر پوليسو ډزې پيل کړې چې په ترڅ کې يو پوليس مړ او دوه نور ټپيان شول.

د پوليسو په وينا بريد کوونکو وروسته، ناران باغ ته څېرمه پر پوليسو هم ډزې کړې چې د دوو پوليسو په ګډون پنځه کسان په کې ټپيان شوي.

پوليس وايي بريد کوونکي د ازادۍ جشن په لاريون کې پټ او په تېښته بريالي شوي.

عينی شاهدان وايي له پېښې وروسته په حيات اباد کې د پوليسو په شمېر کې زياتوالی راغلی او په شاوخوا سيمو کې د پلټنې عمليات هم پيل شوي دي.

بل خوا د خيبر پښتونخوا په جنوبي ښار کوهاټ کې د امنيتي ځواکونو او پوليسو په عملياتو کې" ۲۱ شکمن اورپکي" نيول شوي دي.

د کوهاټ د پوليسو وياند وايي د شبنې پر ورځ (۱۵ اګست) امنيتي ځواکونو او پوليسو د دې ښار په جنګل خيل سيمه کې پر بېلابېلو ځايونو د چاپو په ترڅ کې "۲۱ اورپکي" نيولي دي.

تراوسه نه ده روښانه چې نيول شوي کسان څوک او له کوم ډلې سره تړاو لري.

همدا ډول په تېرو څو مياشتو کې په کوهاټ کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم نيول شوي او بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

خيبر پښتونخوا کې امنيتي حالات تر پخوا ښه شوي خو د پوليسو وژل تراوسه هم روان دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر وړاندې جنګ له پيل راهيسې تر اوسه له ۱۱۰۰ زيات پوليس وژل شوي چې د ډېری عمرونه تر ۳۰ کلونو ټيټ وو.