وسلوالو بلوچستان کې درې پاکستاني سرتېري وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption چاغي د بلوچستان هغه ولسوالي ده چې له افغانستان او ايران دواړو سره ګډې پولې لري

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې چارواکي وايي وسلوالو کسانو له افغانستان سره پر پوله چاغي سيمه کې درې امنيتي سرتېري وژلي دي.

يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ويلي دغه بريد د چاغي مرکز دالبندين شمال لويديځ خواته د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې شوی دی.

راپورونه وايي د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې دوه وسلوال هم وژل شوي، خو پخلی يې په خپلواک ډول نه دی شوی.

د بريد انګېزه لا معلومه نه ده او نه هم تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستې.

چاغي د بلوچستان هغه ولسوالي ده چې له افغانستان او ايران دواړو سره ګډې پولې لري.

د اګست مياشتې په لومړيو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د عملياتو پر مهال يې په چاغي کې د القاعدې ډلې يو قومندان عمر لطيف چې په لقمان مشهور و، وژلی دی.

د پاکستان څارګرې ادارې آی ايس آی د دغه قومندان د اوسېدو ځای په نښه کړی و او بيا يې په يوه څو/ کمين کې وواژه.

د دغه قومندان له وژل کېدو وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي وويل د ضرب عضب له عملياتو وروسته القاعده هڅه کوي خپله شبکه د بلوچستان سرحدي سيمو ته ولېږدوي.

په بلوچستان کې له کلونو راهيسې بلوڅ ملتپاله د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره وسلواله مبارزه کوي.

ورته مطالب