باجوړ کې ماین چاودنې د قومي مشر په ګډون درې کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو، ښوونځیو او ګوزڼ ضد واکسین کونکو ګڼ بریدونه شوي دي

قبایلي سیمې باجوړ کې ځايي چارواکي وايي د بمي چاودنې له کبله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د باجوړ ځايي چارواکو په خبره پېښه له ښار سیمې نه نژدې ۱۵ کیلومتره لرې د شنبې په سهار هاغه مهال رامنځته شوه، چې د یوه قومي مشر ګاډی په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین وربرابر شو.

چارواکي وايي د حکومت پلوي قومي مشر ملک دواخان ګاډی خار ته پر لاره و، چې د ریموټ کنترول ماین په وسیله په نښه شو.

د چاودنې پایله کې د ملک دواخان په شمول درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د ځايي اوسېدونکو په وینا د چاودنې پایله کې ګاډی په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د مسوولینو په خبره له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي او په شاوخوا سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د پېښې رامنځته کېدو سیمه آرنګ په نسبي ډول ارامه سیمه بلله کېږي، چې پکې له دې مخکې د سخت دریځو نفوذ لږ و.

په دغه سیمه کې اتمان خیل اوسي او کله نا کله پکې د بریدونو پړه سخت دریځي وسله وال پر غاړه اخلي.

له څه مودې راهیسې باجوړ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو بریدونه ډېر شوي دي.

دا وروستیو کې له خار نه د پارلمان پخواني غړي سیداخوندزاده چټان زوی نامعلومو کسانو وتښتاوه، چې د امنیتي ځواکونو هڅو پایله کې ۲۴ ساعته کې دننه بېرته راخوشی کړل شو.

باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو، ښوونځیو او ګوزڼ ضد واکسین کونکو ګڼ بریدونه شوي دي.

د سیمې بېلو سیمو کې د طالبانو ضد لښکر پر کسانو او امن جرګې پر غړو هم بریدونه شوي دي.