"د افغانستان له خاورې بريد کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي"

د انځور حقوق AFP

د پاکستان پوځ وايي ډېورنډ کرښې ته نژدې خيبر کې "د افغانستان له خاورې بريدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي".

د دې هېواد د پوځ د اطلاعاتو څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان له خاورې وسله والو "اورپکو" د خيبر په اخوند دره کې د پاکستان پوځ پر پوسته د راکټو بريدونه کړي چې له کبله يې څلور پوځيان وژل شوي او څلور ټپيان دي.

په خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان پوځ په ځوابي ډزو کې د اورپکو دغه ډله له منځه وړې، خو د وژل شويو او يا ټپي شويو اورپکو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.

په نژدې وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ کرښې سره څېرمه شخړو کې زياتوالی راغلی دی. افغان ولسمشر اشرف غني وايي "همېشه له پاکستان څخه د جنګ پيغام راځي."

روانه مياشت د پاکستاني سرتېرو له خوا اته افغان امنيتي کارکوونکي وژل شوي وو، چې په اړه يې افغان ولسمشر کلک غبرګون ښودلی و.

د دي سرتيرو د وژلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير د سپيناوي لپاره هم ور بللی و.

په افغانستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې يو ځل بيا خرابې شوې دي، افغان دولت وايي پاکستان لا تر اوسه هم له ترهګرو سره ملاتړ کوی.

خو پاکستان بيا دا تورنه ر دوی او وايي ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی.