ډیره اسمعیل خان کې تښتول شوی چینایی خوشی شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له عملیاتو او ژغورنې وروسته موندل شوی چینایی پاکستان کې د چین سفارت ته سپارل شوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهردي نثار علي خان ویلي، امنیتي ځواکونو د یولړ عملیاتو پرمهال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ډیره اسمعیل خان کې هغه چینایی سیلانی موندلی، چې تېره کال تری تم شوی و.

ښاغلي خان په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان څارګرو ادارو د شنبې او یکشنبې په شپو د یولړ لویو عملیاتو په اوږدو کې چینایی بایسکل ځلوونکی وموند.

نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا ډیره اسمعیل خان کې یې چینایی بایسکل ځلوونکی هونګ بوډانګ وموند او د چین سفارت ته یې وسپاره.

هونګ بوډانګ د تېر کال مې پر ۱۹مه، هغه مهال تري تم شو، چې غوښتل یې د بایسکل په مټ پر ټولې نړۍ وګرځي، خو د تبت، نیپال او هند له سفر وروسته پاکستان کې تري تم شو.

نوموړی له ډیره اسمعیل خان نه بلوچستان ته پر لاره تښتول شوی و.

پولیسو ویلي، دغه چینايي وګړي د خپل سفر په اړه پاکستاني یا چینايي اړوندو ادارو ته څه نه وو ویلي.

ددغه چینايي سیلاني په تښتونه کې د طالبانو اړونده یوه ډله لاس لري.

د کورنیو چارو وزیر د ژغورنې ددغو عملیاتو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

چوهدري نثار علي خان زیاتوي، ددغه چینايي وګړي د موندلو لپاره د چین ولسمشر او وزیرانو له پاکستان نه د هغه د موندلو غوښتنه کړې وه.

په تېره مې کې د طالبانو یوې اړوندې ډلې ددغه چینايي یوه وېډیو خپره کړه، چې د چین له حکومته یې د خپلې ژغورنې لپاره غوښتنه کړې وه او د چین له حکومته یې غوښتي وو چې د خلاصون په مقابل کې طالبانو ته پیسې ورکړي.

دغه وېډیو د ''جیش الحدید'' په نامه د طالبانو اړوندې یوې ډلې خپره کړې وه، خو په خپلواک ډول دا وېډیو تایید شوې وه نه.