بلوچستان لاس بم بريد کې دوه کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګوادر د بلوچستان له هغو سيمو ګڼل کېږي چې هلته وړاندې هم دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي

د بلوچستان په ګوادر کې د لاسي بم بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه ټپيان دي. د ګودار پوليسو يوه کارکوونکي ويلي دغه بريد د هوايي ميدان پر سړک د خياط پر دوکان شوی دی.

پوليس وايي نامعلومو وسله والو کسانو پر د خياطۍ پر دوکان د لاسي بم بريد کړی او په تېښته بريالي شوي دي.

دواړه ټپيان د درملنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي. پوليس وايي د چاودنې له امله دوکان ته هم ډېر زيان اوښتی دی.

ګوادر د بلوچستان له هغو سيمو ګڼل کېږي چې هلته وړاندې هم دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.

بل خوا تېره شپه په کوټه کې د پوليسو د پلټنې عملياتو کې يو کس وژل شوی او بل نيول شوی دی.

د کوټې د پوليسو په وينا وژل شوي او نيول شوي کس د "ترهګرۍ" په پېښو کې لاس درلود.

سرچينې وايي دغه دواړه کسان څه موده وړاندې پر پوليسو بريد کې هم ښکېل وو چې له کبله يې دوه پوليس وژل شوي وو.

د روانې مياشتې پر ۱۲ نېټه کوټې ګوال منډېي کې د يوه بمي بريد له کبله يو پوليس او شپږ نور کسان ټپيان شوي وو.

ورته مطالب