مردان بريد کې دوه پوليس وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي په شمالي وزيرستان او قبايلي سيمو کې د ضرب عضب عملياتو وروسته په دغو سيمو کې ۵۰ سلنه د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي

د خيبر پښتونخوا په دوهم لوی ښار مردان کې پر پوليسو بريد شوی چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي دی.

د پوليسو په وينا دغه پېښه د يکشنبې پر ورځ (۳۰ اګست) سهار اووه بجې مردان ښار څخه درۍ کيلومتره لرې پر سړک شوې ده.

د مردان پوليسو يو کارکوونکي ياسين شاه بي بي سي ته ويلي چې دغه دوه پوليس پر موټرسايکل روان وو چې وسله والو کسانو پرې بريد وکړ او په ترڅ کې يې دواړه و وژل شول.

دوی وايي له بريد وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړې او په ترڅ کې يې څو شکمن کسان هم نيولي دي.

له دې وړاندې هم په مردان کې پر پوليسو بريدونه شوي وو، چې له کبله يې مرګه ژوبله رامنځ ته شوې وه، خو په تېرو څو ورځو کې په مردان کې د نا امنۍ پر پېښو کې تر ډېرې کچې کمی راغلی دی.

ويل کېږي په شمالي وزيرستان او قبايلي سيمو کې د ضرب عضب عملياتو وروسته په دغو سيمو کې ۵۰ سلنه د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي.

خو بل خوا د پوليسو په نښه ييزو وژنو کې زياتوالی راغلی، په تېرو څو ورځو کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې يو شمېر پوليس د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.

ورته مطالب