وزیرستان: شوال کې پر سخت دریځو وسله والو هوايي بریدونه شوي

Image caption د سږ کال مارچ میاشت کې د دغو کسانو بېرته ځای پر ځای کولو چاره پیل شوه، خو ځايي مشران وايي، دغه لړۍ ډېره پڅه پر مخ ځي

د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې، ای اس پي ار په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شمالي وزیرستان شوال سیمې کې یې هوايي بمباري کې ۱۴ سخت دریځي وسله وال وژلي او د هغوی یو شمېر پټنځایونه یې له منځه وړي دي.

د روانې میاشتې نیمايي کې اټک سیمې کې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر له وژل کېدو وروسته په وزیرستان کې روان پوځي عملیات چټک کړل شول او وروسره شوال کې د ځمکنیو عملیاتو پیلولو اعلان هم شوی.

د پوځ په وینا دوو اونیو کې دغې سیمې کې نژدې ۲۰۰ سخت دریځي وسله وال وژل شوي، چې وايي پکې ځانمرګي بریدګر هم شامل دي.

بل لور ته یوه ځايي اوسیدونکي ملک نثارعلي خان بي بي سي ته ویلي، چې له شواله د پوځي عملیاتو خبرونه راځي، خو وايي له سیمې سره اړیکي نه شته او هغه خلک چې له سیمې راځي وايي، چې په سیمه کې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان پوځ د تېر کال جون میاشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې له کبله یې ګڼ ځايي خلک له خپل کور کلي وتلو ته اړ شول

د نوموړي په وینا پروسږ کال د پوځي عملیاتو له پیله مخکې د سیمې خلک له خپلو کورونو وتلي وو، خو وايي د شوال سیمې خلکو ته له کورونو د وتلو نه و ویل شوي، چې وايي له کبله یې اوس د سیمې خلک په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي.

شوال ته نژدې د دته خیلو سیمې یو قومي مشر ملک غلام خان وايي، د سیمې خلک ډېر بې وزله دي او نه شي کولای لرې پرتو سیمو ته کډوال شي، ځکه وايي د سیمې خلک د فرصت موندلو په صورت کې کولای شي نژدې افغانستان ته کډوال شي.

دغه قومي مشران وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې هغه کسان چې پر ضد یې پوځي عملیات پیل شوي، په سیمه کې پاتې دي او که له دغې سیمې وتلي دي.

د پاکستان پوځ د تېر کال جون میاشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې له کبله یې ګڼ ځايي خلک له خپل کور کلي وتلو ته اړ شول.

د سږ کال مارچ میاشت کې د دغو کسانو بېرته ځای پر ځای کولو چاره پیل شوه، خو ځايي مشران وايي، دغه لړۍ ډېره پڅه پر مخ ځي.

دوی ادعا کوي، چې که دغه لړۍ همداسې روانه وي، لسو کلونو کې به ایله ټول بې ځایه شوي کسان خپلو مېنو کې ځای پر ځای شي.

شوال سیمه ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته سیمه ده، چې په ګڼو ځنګلونو پوښلې ده.