د عوامي نشنل ګوند پر کارکوونکو بريد شوی

د انځور حقوق bbc

د خيبر پښتونخوا په جنوبي برخه هنګو کې د سړک غاړې بم چاودنه کې د عوامي نشنل ګوند د ټاکل شوې سيمه ځايي شورا مشر (کونسلر) په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پوليسو په وينا په دې چاودنه کې د عوامي نشنل ګوند کونسلر د کاکا زوی هم وژل شوی، د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

دغه پېښه د شنبې پر ورځ (۵ سپټمبر) د دوابه سيمې سره نژدې شوې ده.

د پوليسو په وينا د عوامي نشنل ګوند سلاکار ملک ممتاز د خپل کاکا زوی او ملګرو سره دوابه سيمې ته روان وو چې د سړک غاړې پر ماين يې موټر وربرابر شو. په دغه چاودنه کې ملک ممتاز او د کاکا زوی يې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ملګري يې ټپيان شول.

ټپيان چې زاهد او انعام نومېږي، سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ځايي شورا په تېرو ټاکنو کې د عوامي نشنل ګوند درې غړي له هنګو سيمې ټاکل شوي وو.

عوامي نشنل ګوند په يوه خبرپاڼه کې په سختو ټکو د بريد غندنه کړې او د دې ګوند مشران او کارکوونکي به د يکېشنبې پر ورځ د پېښې په اړه يو لاريون هم ترسره کوي.

له دې وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو او غړو ګڼ بريدونه شوي. اوس مهال هم د دې ګوند ډېری غړي له پاکستان بهر دي لکه د اطلاعاتو پخوانی وزير ميا افتخار حسين او داسې نور.

د عوامي نشنل ګوند يو مشر او پخوانی ولايتي وزير عاقل شاه له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې پر ګوند بريد يې د خپلو پاليسو له امله دی، ځکه دوی امن غواړي او هغه کسان چې امن نه غواړي دا ډول بريدونه کوي.

ده وويل "د ګوند ۷۰۰ کارکوونکي او مشران يې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي او تراوسه يې مشران له خطرونو سره مخامخ دي. که چېرې څوک دا فکر کوي چې عوامي نشنل ګوند به له خپل هدف او موخې وګرځي دا شونې نه ده".