"پر ضرب عضب عملياتو دوه ميليارده ډالر لګول شوي"

د انځور حقوق EPA

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د اورپکو پر وړاندې "ضرب عضب" عملياتو يې "دوه ميليارده ډالر" لګولي دي.

د دوی په وينا دغه لګښت يې د امريکا د مرستو پر ځاي له خپلې خزانې کړی دی.

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله وويل په تېر يوه کال کې د اورپکو پر وړاندې د جګړې لګښت د پاکستان حکومت کړی دی.

ده زياته کړه د ضرب عضب پر عملياتو او د سيمه ييزو اوسېدونکو پر لېږد او بېرته پر ځای کولو يې تر اوسه يو ميليارد او ۹۰۰ ميليونه ډالر لګولي دي.

۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د اورپکو پر وړاندې جګړې له امله پاکستان له امريکا څخه د خپل ملګري په توګه ۱۳ ميليارده ډالر تر لاسه کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل د اورپکو پر وړاندې جګړه کې يې کاميابي ترلاسه کړې ده.

د يوې پوښتې په ځواب کې قاضي خليل وويل چې د پاکستاني او هندي امنيتي چارواکو تر منځ غونډه به د پلان مطابق سپټمبر مياشت ډيلي کې ترسره شي.

ده افغانستان ته د بهرنيو چارو وزير سرتاج عزيز د سفر په اړه وويل چې پاکستان به افغانستان کې د امن او سولې لپاره خپلې هڅو ته ادامه ورکړي.

ده وويل د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو بل پړاو، د چمتو کولو لپاره مرسته کولی شي.

قاضي خليل وايي سرتاج عزيز له افغان چارواکو د پاکستان د سفارت کارکوونکو د خونديتوب غوښتنه کړې او له افغانستان سره پر ښو اړيکو يې ټينګار کړی دی.