ګلکت بلتستان کې د پوليسو پر پوسته بريد شوی
پاکستاني طالبانو د پوليسو پر پوستې د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده
د پاکستان په شمالي برخه ګلګت بلتستان کې نامعلومو وسله والو کسانو د پوليسو پر پوسته بريد کړی، پوليس يې په پړيو تړلي او وسله يې ترې وړې ده.
د چارواکو په وينا دغه پېښه تېره شپه د ګلګت بلستان په غذر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پوليسو په وينا د امنيتي ځواکونو په جامو کې ۱۲ وسله وال کسان د پوليسو پوستې ته ننوتلي، پوليس يې په پړيو تړلي د پوليسو د موټر په ګډون ټوله وسله او کارتوس يې ځانه سره وړي ډي.
چارواکي وايي په دغه پوسته کې ۱۰ پوليس پر دندو بوخت وي خو د بريد پر مهال يوازې ۷ تنه په پوسته کې موجود وو.
ويل کېږي استخباراتي ادارو ته په ګلکت بلتستان کې پر پوليسو د کېدونکو بريدونو په اړه له واړندې معلومات رسېدلي وو.
له دغو راپورونو وروسته پوليسو په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې وه خو بيا هم دا پېښه رامنځ ته شوې وه.
پاکستاني طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې، د دې ډلې وياند محمد خراساني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پوليسو پر پوسته بريد دوی کړی.