د پاکستان لومړنۍ ډرون الوتکې درې توندلاري وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د اټکلونو له مخې په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې په ډرون بريدونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي

د پاکستان پوځ وايي هغې بې پيلوټه الوتکې چې دوی پخپله جوړه کړې په لومړي ځل په شمالي وزيرستان کې د توندلارو پر مرکز بمبار کړی دی.

دوی وايي په دغه بريد کې شوال کې درې مهم توندلاري وژل شوي دي.

د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه لنډ پيغام کې ليکلي چې د پاکستان لومړنۍ ډرون الوتکې (براق) په شوال سيمه کې د توندلارو د اوسېدو ځای په نښّه کړی دی.

ويل کېږي په دغه بريد کې درې مهم اورپکي وژل او تر اوسه د بريد په اړه لا ډېر جزييات نه دي جوت شوي.

تېره مياشت د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملياتو پر مهال د ځمکنيو عملياتو اعلان هم وکړ.

په قبايلي سيمو کې له ۲۰۰۴ کال راهيسې د امريکا بې پيلوټه الوتکې د توندلارو پټنځايونه په نښه کوي، چې تراوسه هم دغه بريدونه روان دي.

د اټکلونو له مخې په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې په دغو بريدونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي په دغو بريدونو کې د ملکیانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړای شوي، خو د کورنيو او بهرنيو اورپکو مهم قومندانان هم په کې وژل شوي.

د روانې مېاشتې سپټمبر پر لومړۍ نېټه هم د امريکا بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې بريد وکړ چې له امله يې پنځه توندلاري ووژل شول.

د پاکستان حکومت ظاهرآ د دا ډول بريدونو پر ضد اعتراضونه کړي، خو امريکا وايي ډرون بريدونه کارنده او اغيزمن دي.

ورته مطالب