سوات کې د امن پر لښکر بريد شوی

Image caption پوليس وايي د دغه بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخيستې ده

پوليس وايي د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امن لښکر پر کارکوونکو بريد شوی چې په ترڅ کې يې د امن لښکرغړی او کونسلر غلام سعيد وژل شوی دی.

د پوليسو په وينا دغه پېښه د کبل په ننګولې سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د امن لښکر غړی سعيد خپل کور ته روان و.

د بريد له امله غلام سعيد سخت ټپي شوی و چې بيا وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

ويل کېږي په دې بريد کې د غلام سعيد يو ملګری هم ټپي شوی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کې د پلټنې عمليات پیل کړي، خو تر اوسه د چا د نيولو خبر نه دی ورکړل شوی.

پوليس وايي د دغه بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخيستې ده.

د چارواکو په وينا خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د طالبانو پر ضد د امن پر لښکر، قومي مشرانو او سياسي کارکوونکو بريدونو کې زياتوالی راغلی چې په ترڅ کې يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يکشنبې پر ورځ (۱۳ سپټمبر) ټانک سيمه کې د امن لښکر پر يو بل غړي بريد شوی و چې له کبله يې دغه کس وژل شوی و.

ويل کېږي دغه شخص څه موده وړاندې په سيمه کې د طالبانو پر ضد بوخت و خو بيا د مزدورۍ لپاره دوبۍ ته تللی او څو ورځې وړاندې بېرته کور ته ستون شوی و.

سوات کې د امن جرګې وياند رحمت شاه ساحل بي بي سي ته ويلي چې د بريدونو له امله د دغه لښکر ګڼ شمېر غړي له هېواده بېرون او يا هم خوندي ځايونو ته لېږدېدلي دي.

ورته مطالب