پېښور پولیسو ته کامرې لرونکي یونیفورم ورکول کېږي

د انځور حقوق
Image caption د کامرې لرونکي یونیفورم ورکړه به دریو پړاوونو کې بشپړه شي

د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکزي ښار پېښور کې د پولیسو ادارې کې د اصلاحاتو راوستو لړ کې د ښاري ترافیک پولیسو یونیفورم کې کامرې ځای پر ځای کړل شوې دي. دغه کامرې کولای شي غږ او فلم دواړه ثبت کړي.

د پولیسو ځايي مشرتابه له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ترافیکي پولیسو ته امر شوی، چې د ګاډو څښتنانو جریمه کولو پر مهال باید دغه کامرې فعالې کړې.

اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د دغو کامرو هدف د پولیسو او ښاریانو څارل دي، چې وايي د کومې ناندریزې پېښې په صورت کې به د دغو کامرو ثبت شوي غږونه او تصویري کلیپونه د ثبوتونو په توګه کارول کېږي.

دې سره به وايي د غیرقانوني جریمو او د پولیسو نامناسبې رویې مخنیوي لپاره هم له دغو کامرو نه د څارنې الې په توګه کار اخیستل کېږي.

د پېښور پولیسو مشرتابه دفتر اعلامیه کې هیله ښووله شوې، چې دې سره به د بدچلن، بې ځایه جریمو او یا بډو رشوتونو اخیستو مخنیوي کې پام وړ مرسته وشي.

اعلامیه کې ادعا شوې، چې پېښور پولیس به د پاکستان ټولو ښارونو کې لومړی هغه ځواک وي، چې دغه ډول تجهیزات کارووي. چارواکي وايي پولیسو ته به د کامرې لرونکي یونیفورم ورکولو بهیر په دریو پړاوونو کې بشپړ شي.

دوی وايي لومړی به دغه ډول یونیفورم پېښور ترافیکو ته ورکړل شي، دویم پړاو کې به د پاتې ولسوالیو ترافیکو ته دغه یونیفورم ورکړل شي او له هغه وروسته به ځايي پولیسو ته هم دغه یونیفورم ورکړل شي.