پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد واکسين پیل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر کال په پرتله په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغي کمه شوې

ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د شنبې پر ورځ د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واکسين کمپاين پیل شو، چې په ترڅ کې به يې له څلور ميليونو زياتو ماشومانو ته له پوليو د خلاصون څاڅکي ورکړل شي.

روان کال، خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په ۲۶ ماشومانو کې د پوليو ويروس ليدل شوی و، چې د تېر کال په پرتله لږ دی.

د خيبر پښتونخوا په ۱۳ برخو کې د ګوزڼ پر وړاندې لېږدېدونکې ډلې جوړې شوې دي چې د دې ولايت شاوخوا درې ميليونو ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي.

ويل کېږي د واکسين ورکولو لپاره له ۱۰۰۰۰ زيات ټيمونه جوړ شوي. په دغو ټيمونو کې ډېری لېږدېدونکي دي چې هر کوره ته به ورځي او د پنځه کاله کم عمر ماشومان به واکسينوي.

په همدې ډول په قبايلي سيمو کې هم د پوليو پر وړاندې ډلې تشکيل شوي چې نژدې يو ميليون ماشومان به واکسينوي.

په قبايلي سيمو کې د پوليو پر وړاندې د کمپاين وياند شعيب بابر وويل چې د دې کمپاين لپاره يې له ۳۰۰۰ زياتې ډلې جوړې کړې دي.

دی وايي د دغو ټيمونو د ساتنې لپاره يې پر پوځ سربېره خاصه دار او نيمه پوځيان هم ګومارلي دي.

د شعيب بابر په وينا دغه ډلې به ټولو قبايلي او نيمه قبايلي سيمو ته ولاړې شي، هغه سيمه چې لاس رسی ورته نه لري په لاره کې به مرکزونه ورته جوړ کړي.

روان کال په قبايلي سيمه کې په ۱۱ ماشومانو کې د ګوزڼ وايروس ليدل شوی چې تېر کال دغه شمېر ۱۷۹ و.

بل خوا په خيبر پښتونخوا کې ۱۵ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي چې تر ټولو ډېر يې په پېښور کې دي.

په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې له يوې خوا ماشومان پر ګوزڼ اخته کېږي بل خوا د پوليو پر وړاندې د واکسين پر کارکوونکو بريدونه تر اوسه نه دي کابو شوي.