بنو کې پر ښوونځي برید شوی، پېښور ته د افغانانو په ورتګ بندیز

Image caption چارواکي وايي د محرم الحرام میاشتې عاشورا مراسمو لپاره یې په ښار کې د امنيتي ځواک شمېر زیات کړی

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي وره کې چاودنه شوې ده، خو پکې د سر د کوم زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي پولیس وايي دغه ښوونځې له بنو ښاره بهر مندوزی سیمه کې دی، چې پېښور ته د غځیدلي سړک اوږدو کې موقعیت لري.

پولیس وايي نامعلومو کسانو د ښوونځي ګیټ سره چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې وايي د چاودیدو له کبله یې د ښوونځي وره او دیوالونو ته زیان اوښتی.

چارواکي وايي چاودنه شپې مهال وشوه، چې له کبله یې کوم د سر زیان نه دی اوښتی.

بل لور ته د صوبې مرکزي ښار پېښور کې چارواکي وايي د محرم الحرام میاشتې په نهمه او لسمه نېټه به د عاشورا مراسمو پر مهال د پوځ سرتېري هم ځای پر ځای کړي.

چارواکو پېښور ښار ته د افغانانو په ورتګ بندیز لګولی دی.

دغه راز د قبایلي سیمو پر بې ځایه شویو کسانو هم ښار ته د نه ورتګ بندیز لګول شوی دی، چې په کور دننه دغو کډوالو د پرېکړې خلاف احتجاج کړی دی.

بنو کې له وروستیو بریدونو وروسته امنیتي تدبیرونه ډېر شوي دي.

چارواکي وايي د محرم الحرام میاشتې عاشورا مراسمو لپاره یې په ښار کې د امنيتي ځواک شمېر زیات کړی دی.

بنو کې له دې مخکې هم پر ښوونځیو بریدونه شوي دي، خو نوی برید له اوږدې مودې وروسته شوی.