پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره د ایتلاف ادعا کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان طالبانو د دغه اییتلاف په اړه څه نه دي ویلي

پاکستاني طالبانو اعلان کړی، چې له افغان طالبانو سره به ګډ فعالیتونه کوي.

محمد خراساني، چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، رسنیو ته په یوه استولي برېښنالیک کې له افغان طالبانو سره د ایتلاف اعلان کړی او وايي د دغې چارې هدف د خپلو وژل شویو ملګرو د غچ اخیستو لپاره په ګډه فعالیت کول دي.

د ویاند په خبره دې لړ کې به ژر یوه ګډه اعلامیه خپره شي. د هغه په وینا '' د دښمنانو د ادعاوو برعکس د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو تر منځ ایتلاف بې ساري دی''

د دواړو ډلو تر منځ د اتحاد په اړه افغان طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو ویاند زیاته کړي دوی له افغان طالبانو سره په شریکه جنګي تمرینات کوي، چې وايي ویډیو به یې ډېره ژر خپره شي. محمد خراساني دغه نوی اییتلاف د ده په وینا '' ځینو رسنیزو عناصرو په ګډون مخالفانو ته ځواب '' بللی دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې هم طالبانو تحریک له جماعت الاحرار او خیبر ایجنسۍ قبایلې سیمه کې له سخت دريځي لښکر اسلام ډلې سره د اییتلاف اعلان کړی و او دا یې هم ویلي و، چې ځينې کسان به تبدیل کړي، خو وروسته دې لړ کې کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.