' یو شمېر زلزله ځپلو سیمو ته لا هم مرستې نه دې رسېدلې'

Image caption د دوشنبې ورځې زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه په خیبر پښتونخوا کې اړولي دي

د دوشنبې ورځې زوروې زلزلې چې په افغانستان، هند او پاکستان کې یې ډېرې سیمې ولړزولې، پاکستان کې یې تر ټولو ډېر زیان په خیبر پښتونخوا صوبه کې اړولی دی.

تر اوسه څرګند شوي رپوټونه ښيي، چې د خیبر پښتونخوا لر او بر کې ۲۰۲ کسان وژل شوي دي او سلګونه کورونو او نورو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

په ټول پاکستان کې تر اوسه د ۲۴۸ کسانو مړه کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي او د تلفاتو ډېرېدو اندېښنه څرګندیږي.

پاکستان کې د بېړنیو مرستو ادارې ویاند اصف فاروقي بي بي سي ته ویلي، چې لا هم داسې یو شمېر سیمې شته، چې حکومتي مرستندویه کارکونکي نه دي ور رسیدلي.

دغه اداره وايي په ټول پاکستان کې د زلزلې ټپیانو شمېر ۱۶ ۶۵ کسانو ته رسیږي.

یوازې په خیبر پښتونخوا کې د ټپیانو شمېر ۱۴۸۶ کسان ښوول شوی دی.

ویل کېږي، چې د پاکستان لر او بر کې ټولټال ۴۳۹۲ ودانیو ته د زلزلې له کبله زیان اوښتي، چې له دغو نه ۳۹۵۲ ویجاړې شوې ودانۍ په خیبر پښتونخوا کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې د بېړنیو مرستو ادارې ویاند اصف فاروقي بي بي سي ته ویلي، چې لا هم داسې یو شمېر سیمې شته، چې حکومتي مرستندویه کارکونکي نه دي ور رسیدلي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې حکومت به د اړوندو چارواکو له لوري د زیان له ارزونې وروسته د اغیزمنو لپاره د مرستو اعلان وکړي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي، چې مرکزي حکومت به په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بیا رغونې چارو کې مرسته وکړي.

بیړنیز حالت کې د مرستو پاکستانۍ ادارې چارواکي وايي، چې ایالتي حکومت له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره تر یوه حده خواړه، کمپلې او بسترونه لیږلي دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په زلزله کې د اوښتي زیان له کبله خواشیني څرګنده کړی.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، که د پاکستان حکومت وغواړي دوی به ورسره مرسته وکړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم خپل پاکستاني سیال نوازشریف ته ټیلیفون کړی او د خواخوږۍ څرګندونه یې کړې ده او د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو پاکستان ته د مرستې وړاندیز کړی دی.