کوټه: بمي چاودنو کې د قومي مشر په ګډون پنځه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption کوټه کې پولیس چارواکي وايي سټیلایټ ټاون سیمې یوه مارکیټ ته څېرمه نامعلومو کسانو چاودیدونکي توکي ایښي وو، چې وچاودیدل

د بلوچستان مرکز کوټه کې د بمي چاودونو پایله کې د یوه قومي مشر په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.

د قومي مشر او نورو کسانو وژل کېدو پېښې له کوټې ښاره نژدې ۷۰ کیلومتره لرې مارواړ سیمه کې رامنځته شوې ده.

کوټه کې چارواکي وايي د مارواړ په پیراسماعیل سیمه کې نامعلومو کسانو په لویه لاره کې ماین ځای پر ځای کړی و.

د دوی په وینا ماین هغه مهال وچاودید، چې د ځايي قومي مشر میرګل خان بجاراني د سپرلۍ ګاډی پرې وخوت.

د سرچینې په خبره د چاودنې له کبله خپله د قومي مشر او ساتونکو په ګډون یې پنځه کسان ووژل شول او دوه کسان ټپیان شول.

بلوچ لبریشن ارمي نومي بیلتون پال وسله وال تنظیم وايي دغه برید دوی کړی دی.

د یاد تنظیم ویاند ادعا کوي، چې وژل شوي قومي مشر د دوی د یوه قومندان په وژنه کې لاس درلود، خو خپلواکو سرچینو دغه ادعا نه ده تایید کړې.

بل لور ته کوټه ښار کې دوې چاودنې شوې دي.

کوټه کې پولیس چارواکي وايي سټیلایټ ټاون سیمې یوه مارکیټ ته څېرمه نامعلومو کسانو چاودیدونکي توکي ایښي وو، چې وچاودیدل.

چاودنو کې ځاني زیان نه دی اوښتی. پولیس وايي دواړه ټایم بمونه وو، چې وايي یو یې یوه کیلو او بل هم یوه نیمه کیلو وزن درلود.