بلوچستان کې وسلوالو د ريل ګاډي پټلۍ الوځولې

د انځور حقوق EPA
Image caption په ۲۰۱۳ کال کې وسلوالو دوه ځله جعفر ايکسپرس اورګاډی په نښه کړی دی

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د اورګاډي پټلۍ کې چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي دي.

دغه چاودنه نن سهار (شنبه، نومبر لومړۍ) له مرکز کوټې نه کابو ۲۰ کيلومتره لرې په مستونګ سيمه کې شوې ده.

د بلوچستان د اورګاډي ادارې مشر رسنيو ته ويلي نامعلومو کسانو د دشت په سيمه کې د اورګاډي پټلۍ په چاودېدونکو توکو الوځولې ده.

ده ويلي د جعفر ايکسپرس په نوم ريل ګاډۍ له کوټې نه د راولپنډۍ پر لوري روان و، چې له سيمې د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.

دی زياتوي د چاودنې له امله د جعفر ايکسپرس يوې ډبې ته زيان رسېدلی او په پايله کې يې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۳ کال کې د جعفر ايکسپرس په نوم اورګاډی دوه ځله په نښه شوی دی.

په اګست مياشت کې پر دغه اورګاډي په بولان سيمه کې د اوږې د سر توغندي بريد وشو، چې د اورګاډي ماشين يې ويجاړ کړ.

د ماشين له ويجاړېدو ورسته پر ولاړ اورګاډي د سپکو وسلو ډزې وشوې، چې دوه مسافر په کې ووژل شول.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ مياشت کې پر دغه اورګاډي د پنير سيمه کې نامعلومو وسلوالو ډزې وکړې.

په دغه پېښه کې د يوه امنيتي سرتيري په ګډون درې کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپيان شول.

دا لا معلومه نه ده چې دغه چاودنه چا کړې ده، خو په تېرو وختونو کې پر اورګاډو دا ډول بريدونه بلوڅ بلتونپالو کړي دي.

ورته مطالب