بلوچستان کې د دوو سرتېرو په ګډون ۶ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د يوه امنيتي ساتونکي په ګډون څلور کسان د قلات ولسوالۍ په سوراب سيمه کې وژل شوي

د پاکستان بلوچستان ایالت کې جلا پېښو کې د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د جمعې پر ورځ د يوه امنيتي ساتونکي په ګډون څلور کسان د قلات ولسوالۍ په سوراب سيمه کې ووژل شول.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوځ يوه وياند د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان استخباراتي ادارو په دغه ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کول چې پېښه وشوه.

د تصفيوي عملياتو پر مهال وسلوالو کسانو پر حکومتي ځواکونو ډزې کړې چې يو کس يې وژلی او یو بل يې ټپي کړی دی.

د پوځ د وياند په خبره د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې درې وسلوال کسان وژل شوي دي.

وياند ادعا کړې ده چې وژل شوي کسان په پاکستان کې د يوې منع شوې ډلې غړي وو.

يو بل امنيتي سرتېری ايران سره پر پوله پنجګور ته څېرمه وژل شوی دی.

په پنجګور کې د ځايي ادارې يوه لوړپوړي چارواکي ويلي نامعلومو کسانو د دغې ولسوالۍ د پروم په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ.

په بريد کې يو سرتېری ووژل شو او بريدګرو د وژل شوي سرتېري وسله هم له ځان سره وړې ده.

بل خوا په کوټه کې د ډزو له امله يو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

په کوټه کې پوليس وايي درې وروڼه په يوه موټر کې سپاره وو، چې ناپېژاندو وسلوالو پرې ډزې وکړې.

دوی وايي په بريد کې يو ورور ځای پر ځای مړ شو او بل ټپي شو.

ورته مطالب