بلوچستان کې د پاکستان 'تر ټولو ستر' هوايي ډګر جوړېږي

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption دغه هوايي ډګر چې د جوړېدو چارې به يې دوه نيم کاله وخت ونيسي د پاکستان تر ټولو ستر هوايي ډګر وي

د پاکستان د بلوچستان ايالت په ساحلي ښار ګوادر کې پاکستاني او چينايي چاروکوا د يو شمېر مهمو پروژو تړونونه لاسليک کړي دي.

په هغو تړونونو کې چې لاسليک شوي د ګوادر هوايي ډګر او د ازادې سوداګريزې سيمې جوړولو پروژې شاملې دي.

د بلوچستان د مشر وزير وياند جان محمد بليدي وايي ګوادر هوايي ډګر به په شاوخوا ۴۰۰۰ جريبه ځمکه کې جوړ شي.

دغه هوايي ډګر چې د جوړېدو چارې به يې دوه نيم کاله وخت ونيسي د پاکستان تر ټولو ستر هوايي ډګر وي.

د دغه هوايي ډګر تر څنګ به دغلته د ازادې سوداګرۍ يو مرکز هم جوړ شي.

د دغو پروژو د پرانستې په مراسمو کې د بلوچستان مشر وزير عبدالمالک بلوڅ، حکومتي وزير احسن اقبال او د چين د پلان جوړولو کمېسيون مرستيال مشر وان جن کاو ګډون کړی وو.

په بلوچستان کې د امنيتي ستونزو له امله دا ډول پروژې ډېرې لږې پلې کېږي، ځکه چې د دغه ايالت په ډېر شمېر سيمو کې بيلتونپالي د پروژو پر پلي کوونکو بريدونه کوي.

ورته مطالب